تاله او برفک ولسوالۍ کې له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت د دې ولایت تاله او برفک ولسوالۍ کې د ځوانانو د فکري رغښت او د مطالعې دود د ترویج په موخه د یادې ولسوالۍ له یو شمېر ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: د ځوانانو فکري اصلاح، په ټولنه کې د مطالعې دود پیاوړی کول او د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ ساتل د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلیتونو څخه دي، هڅه کوو چې د بغلان په لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې ځوانانو ته بېلابېل پروګرامونه جوړ کړو.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه؛ د ځوانانو مطالعې ته لیوالتیا، فکري رغښت او د دوی ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا د يوه هېواد روښانه فرهنګي او علمي راتلونکي نښه ده، موږ هڅه کوو، ترڅو د فرهنګي بنسټونو او مرسته کوونکو ادارو په ملاتړ دې ولايت کې د مطالعې دود ته لا ډېره وده ورکړو.
په ورته وخت کې د غونډې ګډونوالو وویل: موږ به د اطلاعاتو او کلتو ریاست سره هر اړخیزه ملاتړ ته دوام ورکوو، ترڅو ټولنه کې مثبت بدلون رامنځته کړو.
۱۴۴۷/۳/۲ هـ ق
