جوزجان کې د مشاعرو تنظیم قانون د تشریح په موخه ناسته وشوه
د جوزجان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د مشاعرو تنظیم قانون چې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله له لوري صادر شوی و، د تشریح په موخه یې د دې ولایت له یو شمېر شاعرانو، لیکولانو او فرهنګپالو سره ناسته ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر د مشاعرو تنظیم قانون په تفصیل سره تشریح کړ او ویې ویل: د دې قانون پر بنسټ ټول شعرونه باید د اسلامي شریعت د اصولو مطابق، د نفس تزکیې او د اسلامي امت یووالي د ټینګښت په موخه وویل شي.
د مشاعرو تنظیم قانون شریح غونډه کې ویناوالو وویل: شعر د اسلام مبارک دین له نظره هغه مهال ارزښتمن بلل کېږي، چې انسان ته د ایمان، نیکو اخلاقو او الهي تقوا پر لور لارښونه وکړي، شاعر نه باید د انحراف او غفلت وسیله اوسي؛ بلکې د نفس تزکیې، امت ویښتیا او د اسلامي ارزښتونو ساتلو وسیله وګرځي.
همدارنګه د جوزجان ولایت یو شمېر شاعرانو او فرهنګپالو د غوڼدې په لړ کې خپل چمتو کړي شعرونه وویل او د دغه فرمان د ملاتړ ترڅنګ یې د هېواد فرهنګ لا پیاوړتیا لپاره د غونډې له ګډونوالو سره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
۱۴۴۷/۳/۳ هـ ق
