د آغا خان فرهنګي خدمتونو رئیس د اطلاعاتو او کلتور له وزیر سره وکتل

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۴:۱۲
...

سه شنبه ( ۲۱ د ربيع الثاني ۱۴۴۷) د آغا خان فرهنګي خدمتونو رئیس انجینر اجمل میوندي د اطلاعاتو او کلتور له وزیر ښاغلي شیراحمد حقاني صاحب سره په وزارت مقام کې وکتل.
په پیل کې د آغا خان فرهنګي خدمتونو رئیس په افغانستان کې د یادې مؤسسې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه؛ د روانو پروژو تر څنګ دې مؤسسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو لکه کابل، هرات، بلخ، بدخشان، لوګر او غزني کې د ۱۶۰ څخه زیات تاریخي آبدات ترمیم او احیا کړي دي، چې په نژدې وختونو کې د غزني د باباجي جومات پروژه  بشپړه او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې ده. 
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي شیراحمد حقاني صاحب افغانستان د نړۍ د سترو تمدنونو ټاټوبی وباله او د فرهنګي میراثونو ساتنه یې د وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه وګڼله.
ښاغلي حقاني صاحب د آغا خان فرهنګي خدمتونو مؤسسې فعالیتونه د فرهنګي میراثونو د ساتنې او بيارغونې په برخه کې وستایل او د لا ډېرو همغږیو غوښتنه یې وکړه، همدارنګه يې د فرهنګي کارونو پر اهمیت او ارزښت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې فرهنګ د ملتونو او تمدنونو د پېژندنې یو مهم بنسټ دی.
په پای کې دواړو لوریو د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې، پیاوړتیا او د اړیکو په لا پراختیا او دوام ټینګار وکړ.

۱۴۰۴/۷/۲۲ ھـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۵۲
Background image

سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو میعنیت له لوري د فاریاب سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د (فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې) په نوم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۴۶
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه

دوشنبه (۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان د ازموینې غوره ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت او تنویر فکري او فرهنګي ادارې، د کوهبند ولسوالۍ د ښوونځیو او مدرسو د ۷۰۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه. . .

BACK TO NEWS