د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمدیونس راشد زابل ولایت کې د ځوانانو ستونزې او غوښتنې واوریدې

rahmatullah
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۲۲:۸
SG

 

نن دو شنبه ۱۴۴۴/۷/۱۵ هـ ق د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ښاغلي قاري یونس راشد زابل ولایت کې د ځوانانو ستونزې او غوښتنې واورېدې، چې پر مهال یې د یاد ولایت مرستیال والي سلیمان آغا بهیر، د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس او یوشمېر مسئولینو حضور درلود.
په پیل کې د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر، د ځوانانو چارو معین ته ښه راغلاست ووایه او د داسي غونډو جوړولو په پار یې مننه ځني وکړه.
ښاغلي بهیر ځوانانو ته په خطاب کې وویل، د ځوانانو په نوم کوم نمایش نه کوو، بلکي لوستو ځوانانو ته ضرورت لرو، ځکه چې حکومت علمي کسانو ته اړتیا لري، د ځوانانو د معین راتګ تاسو ته دا فرصت په لاس درکوي چې تاسې همدلته خپلې غوښتنې ورسره مطرح کړئ.
ورپسې د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد د ځوان پر ارزښت خبرې وکړې، په خبره یې ځوانان زیاته انرژۍ لري، چې باید خپلو خلکو او ټولنې ته کار وکړي، اوس مو هیواد له اشغاله خلاص دی، امنیت سته، باید د نورو له احتیاجه را ووځو او يو بل ته لاس ورکړو او خپل هیواد اباد کړو. 
ښاغلي راشد وویل باید ځوانان د خپل شته اسلامي نظام ساتنه وکړي، شته نظام د ولس څخه جوړ دی او دغه نظام ستاسو ځوانانو په ملاتړ را پورته کیږي، نظام مسؤلیت لري چې ځوانانو ته د دینی، عصري زده کړو او تعلیم زمینه برابره کړي او د ځوانانو مسئولیت دی چې ټولنې ته د کار کولو ترڅنګ د خپل اسلامي نظام ملاتړ وکړي. 
وروسته د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو عمومي مدیر نیازمحمد زیارمل د ځوانانو یوشمېر عمومي غوښتنې شریکې کړې، په خبره یې که یادې غوښتنې ومنل شي، د دولت دستګاه به نوره هم ورسره قوي شي.
زیارمل زیاته کړه چې دوی به د زابلي ځوانانو له لورې شوې غوښتتنې وخت په وخت د حل په موخه د ځوانانو له معینیت سره تعقیبوي، ترڅو یې مثبته نتیجه په لاس راوړي. 
یوه تن زابلي ځوان رزوي محمد زابلي وویل داسې غونډې فاصلې کموي د داسي پروګرامونو په جوړولو فکري واټن له منځه ځي، دا چې نن اشغال له منځه تللی دی نو اوس ددې فرصت دی، چې د یو او بل نظریات واورو او په ګډه ستونزې حل کړو. 
د ښاغلي زابلی په خبره قوي نظام هغه دی چې په ولس کې قوي ریښې ولري، نوموړي له معین څخه وغوښتل چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي، ملي یوالي ته کار وشي او حکومت ځوانان ځان ته نژدې کړي.
یوه بل تن زابلي ځوان حاجي سردار ولي سرحدی وویل دلته داسې ځوان نشته چې د نظام سره مخالفت ولري، په خبره یې د هیواد جوړیدولو یوازینۍ لاره تعلیم ده، که ځوانان پوه شي او علم وکړي، نو ځوانان به مو د نورو ترڅنګ نه  دریږي، نوموړي وغوښتل چې زابل ته دې د خصوصي پوهنتون یوه څانګه راوړل شي، ددې ترڅنګ دي د انلاین زده کړو زمینه برابره شي او بل دلته دې د تاریخي ابدو او اثارو څیړنه وشي. 
وروسته د ځوانانو او د ځوانانو چارو د معین قاري محمد یونس راشد  تر منځ ازاد بحث پیل شو، چې په ترڅ کې یې ځوانانو خپلې پوښتنې، غوښتنې او نظریات شریک کړل او د ځوانان چارو معین یې د حل ژمنه ورسره وکړ او ځوانانو ته یې په خطاب کې وویل چې ستاسو غوښتنې او وړانديزونه به تر مشرتابه پوري رسیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ښوونيز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو امر وويل: اسلامي اُمت سلګونه کلونه د نړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۷
Background image

لوګر کې د جهادي موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره ځایونه ځانګړي شول

لوګر کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره مناسب ځایونه ځانګړي شوي او هڅې روانې دي، چې د یادو پروژو عملي چارې هم ژر پیل شي.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS