د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د (کابل کتاب) په نوم جشنواره ترسره شوه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د (ESA) ښوونیزې، ټولنیزې او کرنیزې مؤسسې په همکارۍ، په بابر بڼ، ملکه ماڼۍ کې د (کابل کتاب) په نوم جشنواره ترسره شوه.
د دغې جشنوارې اساسي موخې د مطالعي فرهنګ عامول، د ټولنې په علمي او فرهنګي وده کې د کتاب د ارزښت او اهمیت څرګندول، مطالعې ته د ځوانانو او نوي نسل هڅول او د لیکوالانو، خپرندویانو او کتاب پلورونکو ملاتړ وو.
په یاده جشنواره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسئولینو، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، په کابل کې د یو شمېر هېوادونو د سفارتونو ډیپلوماتانو، د امارتي ادارو مسؤلینو او ګڼ شمېر لیکوالانو، فرهنګيانو د کتاب مینوالو او خبریالانو ګډون کړی و.
په پیل کې د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیعالله صمیم وویل: د عامه کتابتون ریاست مسؤلینو د عامه کتابتونونو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي دي، چې دغه سفرونه د عامه کتابتونونو په بډاینې او پراختیا کې مهم رول لري. نوموړي زیاته کړه، چې د عامه کتابتونونو ریاست د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځوانانو د افکارو جوړولو په موخه بېلابېل روزنیز او فرهنګي پروګرامونه هم ترسره کړي دي.
ورته مهال، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: مطالعه د ټولنې د ودې او پرمختګ په برخه کې مهم رول لري او د مطالعې له لارې د ځوانانو افکار روزل کیږي.
ښاغلي فراهي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب او خپرندویانو ملاتړې اداره وبلله او ویې ویل: د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) د لارښوونې له مخې په هېواد کې چاپېدونکي کتابونه له مالیې ورکولو څخه معاف شوي او پر وارداتي کتابونو هم مالیه راټیټه شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې دغه اقدامات د کتاب د چاپ او خپرولو په برخه کې د خپرندویانو د ملاتړ څرګندونه کوي او د خپرندویانو د ستونزو د حل لپاره هم یو شمېر طرحې تر کار لاندې دي.
نوموړي همداراز وویل: د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) د فرمان له مخې، د کابل ماشینخانه، چې پخوا د وسلو د جوړولو او تولید لپاره کارېده، اوس د خپرندویانو پر فرهنګي او خپرنیز مرکز بدله شوې ده.
د غونډې په لړ کې، په کابل کې د اندونیزیا سفارت شارژدافیر دوکتور نندا ایوالیسټ او یو شمېر نورو ویناوالو هم د کتاب او مطالعې د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې.
ویناوالو د عامه پوهاوي د کچې په لوړولو او فکري او علمي ودې کې د کتاب پر رول ټینګار وکړ، مطالعه یې د ټولنې د فرهنګي او ټولنیزې ودې له مهمو عواملو څخه وبلله او د ځوانانو مطالعې او له کتاب څخه ګټې اخیستنې ته یې د هڅولو پر اړتیا ټینګار وکړ. ویناوالو د ورته پروګرامونو او جشنوارو جوړول د کتابونو د معرفي، مطالعې ته د خلکو د هڅولو او د کتاب لوستنې د فرهنګ د پراختیا لپاره مناسب فرصت وباله او په راتلونکي کې یې د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې په دغې جشنوارې کې د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست په همکارۍ، د کتابونو نندارتون هم جوړ شوی و.
۱۴۴۸/۳/۱۸ هـ ق
