د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري معین هلمند ولايت ته سفر وکړ

rahim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۸:۴۸
Helmand province

سه شنبه ( ۱۴ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري معین مولوي سعد الدین سعید هلمند ولایت ته سفر وکړ.

نوموړي د خپل سفر پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د رئیس الحاج حافظ عبد الباري "راشد"، د اطلاعاتو آمر مولوي شیر محمد وحدت، د ملي راډیو تلوېزیون آمر مولوي نظر محمد زاهد د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او ملي تلویزیون امریت ټولو آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو سره د یاد ریاست د غونډو په تالار کي ولیدل.

په پیل کي د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس الحاج حافظ عبد الباري راشد و مالي او اداري معین ښاغلي مولوي سعد الدین سعید ته ښه راغلاست ووایه او له نوموړي څخه يې مننه وکړه چي هلمند ولایت ته يې سفر وکړ.

ښاغلي راشد د هلمند ولایت د ټولو تاریخي سیمو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د هلمند ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د نویو بستونو غوښتنه وکړه ترڅو د ولسوالیو ځوانانو او خلکو ته پر وخت په بېلا بېلو برخو کي خدمتونه تر سره شي.

مالي او اداري معين ښاغلي سعید  د رئیس ښاغلي راشد او ملي راډیو تلویزیون د آمر او ټولو کار کوونکو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي ورسپارل شوې چارې يې پر وخت سر ته رسولي، ښاغلي سعید هلمند ولایت د شل کلن اشغال پر وړاندي د مبارزې یو بې مثاله ولایت یاد کړ او د هلمندي ولسونو سرښندنې يې وستایلې.

ښاغلي سعيد زیاته کړه موږ ټول باید په ګډه د ملت لاښه خدمت وکړو او د اسلامي نظام ساتنه او پالنه وکړو،اوسنی امنیت د هېواد جوړوني لپاره یو ښه فرصت دی، ترڅو هېواد په هره برخه کي ورغوو.

۲۰۲۴/۴/۲۳ میلادي
۱۴۰۳/۲/۴ هــ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۱:۲۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او غږ ښوونیزې اکاډمۍ ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک شو

یکشنبه ( ۲۶ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت او غږ ښوونیزې اکاډمۍ ترمنځ په تخفیف سره د بېوزله زده کوونکو منلو په موخه تړون لاسلیک شو.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۰:۳۵
Background image

سمنګان ولايت کې له ۵۰۰ تنو څخه د انګليسي ژبې او کمپيوټر ازموینه واخستل شوه

یک‌شنبه (۲۶ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د سمنګان ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د اکټېډ موسسې په همکارۍ له ۵۰۰ تنه ځوانانو څخه د انګليسي ژبې، کمپيوټر، محاسبې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۰:۲۵
Background image

د فارياب ولايت د ځوانانو د پرمختګ او پراختيا له مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

یک‌شنبه (۲۶ د شوال المکرم ۱۴۵۵) د فارياب ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمریت د ځوانانو د پرمختګ او پراختيا له ښوونيز مرکز څخه ۳۴۴ تنه ځوانان د انګليسي ژبې، کمپيوټر، ویب. . .

BACK TO NEWS