د اطلاعاتو او کلتور رئيس جاغوري ولسوالۍ کې د زايده تاريخي ډبرين ښار څخه لیدنه وکړه
د زایده تاريخي ډبرين ښار چې د زایده کلا په نوم هم یادېږي، د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې موقعيت لري، د علاءالدين جهانسوز غوري په وخت کې يې ځانګړی ارزښت درلود.
دا ساحه چې د تېرو حکومتونو پرمهال هېره شوې وه، په لومړي ځل ورڅخه د اسلامي امارت فرهنګي پلاوي لیدنه وکړه.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حميدالله نثار د فني پلاوي په ملتيا جاغوري ولسوالۍ ته د رسمي سفر پر مهال د زایده تاريخي ډبرين ښار څخه لیدنه او ارزونه وکړه او ويې ويل: که د دې سيمې لارې په اساسي ډول ورغول شي، ډېر شمېر سیلانيان به راجذب کړي، چې د ګرځندوی صنعت په پراختیا کې به مهم رول ولري.
نوموړي زياته کړه؛ د غزني د زایده ښار منطقې لرغونتوب تر اسلام وړاندې دی، چې تاريخي او حيرانوونکی ډبرين جوړښت لري.
همدا راز ياد پلاوي د جاغوري له جرم انګوري سمڅو څخه هم لیدنه وکړه، چې ټولې يوولس لرغونې سمڅې دي.
۱۴۴۷/۲/۵ هـ ق
