د تاریخي آبداتو ساتنه د دولت او ملت ګډ مسوولیت دی

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۱۳
..

دغه څرګندونې د غزني والي ملا ولي جان حمزه د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار په ملتیا د غزني تاریخي منارونو، د سلطان محمود غزنوي آرامګاه، د حکیم سنایي مقبرې، د بهلول صاحب زیارت او د باباجي له تاریخي جومات څخه د لېدنې پرمهال وکړې.
د دې لېدنې پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دغو تاریخي ځایونو د هویت او لرغونتوب په اړه معلومات وړاندې کړل او له اړوندو ادارو څخه یې وغوښتل چې د دې ولایت د ځینو تاریخي آبداتو د ترمیم او بیارغونې لپاره جدي پاملرنه وکړي.
دغه راز د غزني والي تاریخي آبدات د هېواد د تاریخي او فرهنګي هویت ښکارندوی وبلل او ویې ویل: د دغو آثارو ساتنه د دولت او ملت ګډ مسوولیت دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د رهبر لومړۍ ګڼه فرمان، چې د هېواد د تاریخي ځایونو د ساتنې په اړه صادر شوی، باید په جدي توګه عملي شي. ښاغلي حمزه ژمنه وکړه چې د غزني ولایت د تاریخي آبداتو د ساتنې او بیارغونې لپاره به هېڅ ډول هڅې و نه سپموي.

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۵۳
Background image

د شمال ختیځ زون د خبریالانو لپاره د ظرفیت لوړونې نهه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري د کندز، تخار او بغلان ولایتونو ۲۰ تنو خبریالانو ته د دوی د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د رسنیزو مهارتونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۲۶
Background image

پنجشېر کې سلګونو خبریالانو او فرهنګي فعالانو ته د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو میعنیت له لوري د پنجشېر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د (فکري،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۲:۴۴
Background image

پکتیا کې (د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې) په نوم کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د (شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې) په نوم کتاب لوستنې سیالۍ چې د ۶۰۰ تنو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
. . .

BACK TO NEWS