د (دیني ارزښتونو په ټینګښت کې د اسلامي کلتور رول) په نوم یو ورځنی علمي سیمینار وړاندې شو
د تخار اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د (دیني ارزښتونو په ټینګښت کې د اسلامي کلتور رول) په نوم یو ورځنی علمي سیمینار ګڼ شمېر فرهنګپالانو، زده کړیالانو او ځوانانو ته وړاندې کړ.
ویناوالو په اسلامي ټولنه کې د اسلامي کلتور او د قرآن کریم او نبوي سنتو د زده کړو د رول په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ اسلامي کلتور د افرادو په اخلاقي او ټولنیز روزنه کې ډېر اهمیت لري او د قرآن کریم او نبوي سنتو پر بنسټ دیني ارزښتونه په ټولنه کې پیاوړي کیږي.
د ویناوالو په خبره د فرهنګي او رسنیزو وسیلو سمه کارونه یاد ارزښتونه د خلکو په ورځني ژوند کې پیاوړي کولای او ټولنې ته د اصلاح، ودې او کمال پر لور حرکت ورکولای شي.
دغه راز د سیمینار په لړ کې ویناوالو په اسلامي ټولنه کې د یووالي پر اهمیت ټینګار وکړ او یووالی یې نه یوازې یو ارزښت، بلکې یو ديني او اسلامي اړتیا وبلله، چې د قرآن کریم او د اسلام د پیغمبر(ﷺ) له ښوونو سرچینه اخلي.
۱۴۴۷/۸/۱۵ هـ ق
