د زمري ۲۴مې (فتحې ورځ) د غوره نمانځنې په موخه مشورتي ناستې وشوې
د هېواد په ګڼ شمېر ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور رياستونو له لوري د ملکي او نظامي ادارو له مشرانو او د رسنيو له مسؤلينو سره د زمري ۲۴مه چې له هېواد څخه د امريکايي او ناټو اشغالګرو ځواکونو د وتلو، تاریخي ماتې او د اسلامي امارت د فتحې ورځ سره برابره ده، مشورتي ناستې وشوې.
د ناستو په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسؤلینو د زمري د ٢٤مې تاریخي ورځې په ارزښت او اهمیت ټينګار وکړ او ویې ویل: د داسې بېسارې تاریخي او ویاړلې ورځې نمانځلو د چمتوالي په درشل کې یو، چې شاوخوا څلور لسیزې افغانان ورته سترګې په لار وو، اشغالګرو پوره شل کاله زموږ ولسونه ودردول، چې لله الحمد د الله(جل جلاله) په نصرت سره د مبارزو افغانانو په لاسونو داسې مات شول، چې تاریخ به ورباندې ویاړ کوي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسؤلینو د ملکي او نظامي ادارو د مسؤلینو له پوره همغږۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې اوسمهال د اسد ۲۴ مه د فتحې ورځې د نمانځنې لپاره په ښارونو کې د اړینو توکو (بیرغونو، شعارونو، نښانونو، بنرونو) د نصبولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او د اړوندو ادارو په همغږۍ به دغه ملي ورځ په شانداره توګه ونمانځل شي.
۱۴۴۷/۲/۱۸ هـ ق
