د عامه کتابتونونو رئیس ننګرهار کې له عامه کتابتونونو څخه لیدنه وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتون رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند عامه کتابتون او د شانتي موسسې اړوند د ماشومانو عامه کتابتونونو څخه لیدنه وکړه.
د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم هېواد کې د شته عامه کتابتونونو له شتون څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: نیکمرغه یو چې اوس مهال کابو په ټول هېواد کې عامه کتابتونونه موجود دي او ولسونه په آزاده او اسانه توګه ترې استفاده کولای شي.
د لیدنې په لړ کې ښاغلي صمیم د ننګرهار ولایت د عامه کتابتونونو ستونزې واوریدې او یو لړ لازمې سپارښتنې یې ورته وکړې.
همدارنګه د عامه کتابتونونو رئیس د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني سره ژمنه وکړه، چې نیږدې راتلونکي کې به په دغه ولایت کې ځوانانو ته د مطالعې او کتابتونونو د ارزښت روزنیز سمینار جوړولو ترڅنګ، د ځوانانو ترمنځ علمي سیالۍ، د کتابونو مخکتنې غونډې او د کتابونو نندارتون جوړ کړي.
۱۴۴۷/۵/۲۱ هـ ق
