د فرهنګ او هنر معین د جاپان هیواد له سفیر سره د فرهنګي همکاریو په اړه وکتل

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۸:۲۸
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي په خپل کاري دفتر کې د جاپان هېواد له سفیر ښاغلي ماساموتو کِینیچي  سره د فرهنګي همکاریو او تاریخي میراثونو د ساتنې په اړه ناسته وکړه.
په پیل کې د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د جاپان هیواد هغه هڅې وستایلې، چې د افغانستان د لرغونو فرهنګي او تاریخي اثارو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې يې ترسره کړي دي.
ښاغلي عزیزي ټینګار وکړ، چې دغه مرستې د هېواد د فرهنګي میراث د خوندي کولو لپاره ډېر ارزښت لري.
په ورته وخت کې، د جاپان سفیر ښاغلي ماساموتو کِینیچي  د اسلامي امارت له لوري د تاریخي میراثونو د ساتنې هڅې د پام وړ وبللې او زیاته یې کړه؛ د افغانستان لرغونی تمدن د نړیوال اهمیت وړ دی، د تاریخي سیمو او اثارو ساتنه یوازې د افغانستان د حکومت مسوولیت نه، بلکې د ټولو نړيوالو ګډ مسوولیت دی.
ښاغلي سفیر د افغانستان د اسلامي امارت له لوري د مخدره موادو د مخنیوي ،د فساد په وړاندې مبارزه او دتاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې هڅي بریالۍ او دارزښت وړ وبللې .
دغې ناستې د دواړو هېوادونو تر منځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د دوام په اړه  یو مثبت پیغام درلود.

۱۴۴۷/۵/۲۷ ھ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

تگاب ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د دې ولایت د تگاب ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۵۳
Background image

تگاب ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د دې ولایت د تگاب ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۹:۷
Background image

د کتاب لوستنې او مطالعې دود عامولو په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو د کتاب لوستنې او مطالعې دود عامولو په موخه د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د. . .

BACK TO NEWS