د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون د کابل ښار له څلورمې ناحيې څارنه وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۶:۱
..

د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسیون د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند د شهر نو ګل ‌فروشۍ کوڅې له لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو څخه څارنه وکړه.
د دې څارنې او اصلاحي بهیر په پیل کې د یادې سیمې د اهمیت، او د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح او څارنې د څرنګوالي په اړه له رسنیو او اصنافو سره خبرې وشوې.
همدارنګه، د غیرمعیاري لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو لپاره د کمیسیون د مسلکي غړو له لوري د هېواد په ملي ژبو بدیلونه وړاندې شول او د ځینو لپاره اصلاحی وړاندیزونه هم وشول.
د یادونې وړ ده چې په دې بهیر کې له (۱۹۳) څخه د زیاتو لوحو او تبلیغاتي اعلانوناتو څارنه او اصلاح وشوه.

۱۴۴۷/۷/۱۶ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اسلامي فرهنګ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۵
Background image

د عامه کتابتون تالارونه به د شپې تر لسو بجو پرانیستی وي

 د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وایي، چې له دې وروسته به د عامه کتابتونون تالارونه د پوهې، څېړنې او مطالعې مینوالو پر مخ دشپې تر لسو بجو پرانیستی وي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS