د لوګر عامه کتابتون ته لسګونه ټوکه کتابونه ډالۍ شول

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۵:۸
..

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: د ډاکټر محمد سليم عالمي په نوم د لوګر يو تن علم دوسته اوسېدونکي ۴۲ ټوکه بېلابېل ډوله کتابونه د اطلاعاتو او کلتور رياست عامه کتابتون ته ډالۍ کړل.
د عامه کتابتون مدير عبدالاحد فيضي د ډاکټر عالمي له ډالۍ نه په مننې سره د کتاب لوستنې له ټولو مينه والو وغوښتل ترڅو له دوی سره د کتاب لوستنې دود په عامولو کې همکاري وکړي.
همدا راز ډاکټر محمد سليم عالمي د ځوانانو تر منځ د کتاب لوستنې دود عامولو په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست هڅې د ستاينې وړ وبللې او د عامه کتابتون مسؤلينو ته يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

۱۴۰۳/۱۱/۷ ل
۱۴۴۶/۷/۲۵ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۵:۳۵
Background image

پروان کې د سیکولریزم په اړه شپږ اونیو علمي سیمینار پای ته ورسېده

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د کلمات علمي او څېړنیزې ادارې له‌خوا هغه شپږ اوونیز علمي سیمینار، چې د چاریکار ښار د ښوونځیو ۵۰ تنو وړ او لایقو زده‌کوونکو ته د سیکولریزم د پایلو او منفي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

پکتیا کې د سیلانیانو لپاره نوې سیاحتي سیمه تشخیص شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د سیلانیانو لپاره د (بهلول دانا) په نوم نوې تاریخي او تفریحي سیمه تشخیص او وپیژندل شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۲۲
Background image

زابل کې د کمپیوټر زده کړو له ټولګیو څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کمپیوټر زده کړو له ټولګیو څخه لسګونه ځوانان فارغ او تصدیق‌پاڼې یې ترلاسه کړې.
په دې اړوند جوړه شوې غونډه کې د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

BACK TO NEWS