د وزير صاحب ژوند لیک

ښاغلی شيخ شير احمد حقاني صاحب د ښاغلي عبدالقدير زوی، په ۱۳۴۷ هـ ل کال د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ په عمرخېلو کلي کې زېږيدلی دی، لومړنۍ زده کړې يې په کور دننه او د ديني علومو لويه دوره يې په اکوړه خټک دارالعلوم حقانيه کې ترسره کړې ده.
ښاغلی حقاني د افغانستان اسلامي امارت له پيله چې د طالبانو د تحريک په نامه يې فعاليت پيل کړ، د دې سپېڅلي لښکر ملګری و، چې د امارت د لومړني حاکميت پرمهال د میدان وردګو ولايت د امرباالمعروف او نهی عن المنکر رياست د رئيس په حیث په خدمت بوخت و.
په شل کلنه جهادي دوره کې د میدان وردګو ولايت د کمېسيون رئيس، د لوګر ولايت مرستيال والي، د مرکزي نظامي کمېسيون غړی، د مؤسساتو د کمېسيون غړی او د محاکمو د عالي ادارې د تحقیق مسؤل پاتې شوی دی.
د افغانستان اسلامي امارت تر بريا او فتحې وروسته د سترې محکمې د تفتیش رئيس، ورپسې د ميدان وردګو ولايت مرستيال والي، بیا د نورستان ولايت والي او په وروستيو کې د لغمان ولایت د والي په حیث د افغان مجاهد ملت په خدمت بوخت وو، چې په ۸ د ربيع الاول ۱۴۴۷ هـ ق د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله په حکم د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤليت وروسپارل شو.