د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له یو شمېر فرهنګیانو او ځوانانو سره وکتل
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نصرالله ملکزاده، د دې ولایت له یو شمېر فرهنګیانو او ځوانانو سره په لیدنه کې د اسلامي ارزښتونو د ټینګښت، د اسلامي نظام د ملاتړ او د دښمنانو د پلانونو له منځه وړلو په موخه د اسلامي شریعت پر پوهاوي ټینګار وکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په وینا؛ ځوانان د هېواد اصلي پانګه ده او اسلامي امارت د ځوانانو د اهمیت په درک کولو سره د دوی د علمي ودې، د عصري مهارتونو د لوړولو او د بېلابېلو علومو، په ځانګړي ډول د دیني علومو د زدهکړې لپاره ځانګړې پاملرنه کړې او دا ژمنتیا یې په عمل کې هم ثابته کړې ده.
ښاغلي ملک زاده زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د شته امکاناتو په کارولو سره اوسمهال د دې ولایت د ځوانانو لپاره د عربي او انګلیسي ژبو او کمپیوټر وړیا ښوونیز ټولګي جوړ کړي دي او دغه ریاست ژمن دی، چې دا ښوونیز پروګرامونه به په راتلونکي کې هم دوام ومومي.
د لیدنې په پای کې، یو شمېر ځوانانو د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له پروګرامونو او د ځوانانو له ملاتړ څخه هرکلی وکړ او د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه.
۱۴۴۸/۲/۵ هـ ق
