د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رئیس له یو شمېر ځوانانو سره ولیدل

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۳:۵۰
...

د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملک زاده د پنجشېر ولایت مرکز بازارک او اووګونو ولسوالیو له یو شمېر ځوانانو سره ولیدل.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس په دې لیدنه کې د ځوانانو له فعالیتونو او هڅو څخه خوښي وښوده او د ځوانانو رول یې د دیني او ملي ارزښتونو په ساتنه او په ټولنه کې د سالم کلتور د ترویج په برخه کې مهم او اغیزمن وباله.
ښاغلي ملک زاده زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو له فرهنګي نوښتونو څخه هر اړخیز ملاتړ کوي او د دوی د فعالیتونو د ودې لپاره به لاغوره زمینه برابره کړي. 
په دې ناسته کې ځوانانو هم خپل نظریات، وړاندیزونه د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره شریک کړل او په فرهنګي فعالیتونو کې د دې ریاست د لا زیاتې همکارۍ غوښتونکي شول، چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس له خوا د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
۱۴۴۷/۲/۳۰ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۴
Background image

ځوانانو ته د آنلاین او سوداګرۍ زده کړو مرکز پرانېستل شو

د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست، د اکتید مؤسسې په مالي همکارۍ، د دې ولایت ۱۷۴ تنو ځوانانو لپاره د آنلاین او سوداګرۍ زدهدکړو زمینه برابره کړه.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس د دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۳۵
Background image

په هرات کې د فکري ویښتیا، اسلامي ارزښتونو او اوولسمې ګڼې فرمان په اړه علمي کنفرانس جوړ شو

هرات کې د ځوانانو چارو آمریت له لوري دویم علمي کنفرانس د «فکري ویښتیا، د اسلامي ارزښتونو بنسټیز کول او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان» تر سرلیک لاندې جوړ شو.
د هرات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۳:۰
Background image

په اسلامي نظام کې د خبریالانو د مسلکي او فکري ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو

تخار کې «په اسلامي نظام کې د خبریالانو مسلکي او فکري ظرفیت لوړونه» تر سرلیک لاندې روزنیز سیمینار د خبریالانو د مسلکي، فکري او تخصصي ظرفیت لوړولو، د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ. . .

BACK TO NEWS