د کاپي رایټ اصولو د تطبیق او د لیکوالانو حقونو د خونديتوب په موخه د مطبعو او کتاب پلورنځیو له مسؤلینو سره ناسته ترسره شوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۳۷
...

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو په شتون کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کاپي رایټ آمر مولوي عبدالظاهر مخلص د دغه ولایت د مطبعو، چاپ خونو او کتاب پلورنځیو مسؤلینو سره د کاپي رایټ د اصولو د تطبیق او د لیکوالانو حقونو د خونديتوب په موخه ناسته ترسره شوه.
د کاپي رایټ آمر مولوي عبدالظاهر مخلص وویل؛ چې د دې ناستې موخه د کاپي رایټ اړوند د نافذه اصولو او مقرراتو تشریح، د چاپ او نشر د طرزالعمل په اړه د معلوماتو شریکول او د مطبعو او کتاب پلورنځیو د مسؤلینو د ستونزو اورېدل دي. 
ښاغلي مخلص زیاته کړه، چې هیڅ کتاب باید پرته د مسلسل (ISBN) شمېرې څخه چاپ نشي او ټول لیکوالان باید خپلو چاپ ته چمتو کتابونو ته یاده شمېره د کاپي رایټ آمریت څخه واخلي.
ورته مهال د فاریاب ولایت د مطبعو، چاپ خونو او کتاب پلورنځیو مسؤلینو وویل: د کاپي رایټ د قانون عملي کېدل د لیکوالانو او خپرندویانو د حقونو د خونديتوب لپاره مهم دی. دوی د خپلو فعالیتونو اړوند یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم له مسؤلینو سره شریک کړل.
د کاپي رایټ آمر ډاډ څرګند کړ، چې د مطبعو، چاپ خونو او کتاب پلورنځیو د مسؤلینو غوښتنې او وړاندیزونه به د وزارت له مشرتابه سره شریک کړي.

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۵۹
Background image

اله‌سای ولسوالۍ کې له فرهنګیانو سره د همغږۍ ناسته او د (جلغوزه‌سیاه) په نوم دودیز جشنواره ترسره شوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، له فرهنګیانو سره د همغږۍ ناسته او د (جلغوزه‌سیاه) په نوم دودیزه جشنواره، د سیمه‌ییزو محصولاتو د معرفي کولو او د یاد محصول لپاره د بازار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له رسنیو او خبریالانو سره پر همکارۍ ټینګار وکړ

د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري د اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه مشورتي ناسته د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو، یو شمېر خبریالانو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه

دوشنبه (۸ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS