د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه جوړه شوه
دوشنبه ( ۲۵ د محرم الحرام ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د معین ښاغلي مهاجر فراهی په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د نورو غړو په شتون کې جوړه شوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون د تېرې غونډې راپور وړاندې شو او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول شول.
په غونډه کې د بېلابېلو کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه.
د غونډې په پای کې هغه شمېر کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه رالېږل شوي وو، د ارزونې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي.
۱۴۰۴/۴/۳۰ هـ ل
