د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه جوړه شوه
دوشنبه ( ۱۰ د صفرالمظفر ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ او د کمېسیون د غړو په حضور کې جوړه شوه.
غونډه د کمېسیون د منشي له خوا د تېرې غونډې د راپور په وړاندې کولو پیل شوه، چې پکې د کمېسیون فعالیتونه او لاسته راوړنې مثبتې وارزول شول.
په دې غونډه کې د ۶۶۶ ټوکو بېلابېلو کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې، هغو کتابونو ته چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره برابر وو، د چاپ اجازه ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې ۳۴ ټوکه کتابونه، چې کمېسیون ته د ارزيابۍ په موخه راجع شوي وو، د کمېسیون غړو ته ووېشل شول، تر څو يې راتلونکې غونډې ته راپور چمتو کړي.
۱۴۰۴/۵/۱۳ هـ ل
