د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۳۹
..

دوشنبه (د ۱۴۴۷هـ ق کال د جمادي الثاني ۲۴مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ د کمېسیون د نورو غړو په شتون کې وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول شول، په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې ۵ ټوکه هغه کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه رالېږل شوي وو، د ارزونې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي، همدارنګه د یادې غونډې په ترڅ کې د خپرندویانو ستونزې او وړاندیزونه وڅیړل شول او د کتاب پلورنځیو او کتابتونونو د څارنې موضوع په اړه هم پریکړې وشوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اسلامي فرهنګ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۵
Background image

د عامه کتابتون تالارونه به د شپې تر لسو بجو پرانیستی وي

 د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وایي، چې له دې وروسته به د عامه کتابتونون تالارونه د پوهې، څېړنې او مطالعې مینوالو پر مخ دشپې تر لسو بجو پرانیستی وي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS