د کتاب لوستنې کلتور د عامولو په موخه روزنیز سیمینار وړاندې شو 

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۵۶
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست په ګډو همکاریو د پکتیا ولایت عامه کتابتون کې د کتاب لوستنې کلتور د عامولو په موخه د عامه کتابتون مسؤولينو، خصوصي کتاب پلورونکو او ګڼ شمېر ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو. 
مسؤلینو وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې کوي، چې د مطالعې کلتور د عامولو، فکري اصلاح او د دیني او عصري علومو په برخه کې د عامه کتابتونونو بډاینې ته کار وکړو، تر څو د کتاب او مطالعې په وسیلې هېواد مو له پرمختللو هېوادونو سره سیال شي.
دغه راز د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د اسلام له نظره د کتاب، مطالعې ارزښت او اسلامي نړۍ کې د علماوو هڅو، پرمختګونو او اسلامي علم خپرولو په اړه خبرې وکړې. 
ښاغلي صمیم زیاته کړه، چې اسلامي شریعت لومړنی حکم د علم، پوهې، ثقافت او معرفت په هکله کړی دی او ملتونو ته د علم، پوهې او ادب پیغام د اسلامي نړۍ څخه خپور شوی دی. 
په سیمینار کې نورو ویناوالو هم د کتابتونونو پیژندنې، ارزښت، ډولونو، دندو او په څېړنو کې د کتابتونونو اهمیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې عامه کتابتونونه کولی شي د کتاب لوستنې کلتور عامولو کې مهم رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې د سیمینار په پای د کتاب لوستلو کلتور د عامولو په اړه د آزاد بحث ترڅنګ په دې برخه کې ستونزې او وړاندیزونه هم مطرح شول او د هنري تابلوګانو نندراتون تر سره شو.

۱۴۴۷/۹/۱ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د هنر او فرهنګ معین دهیواد د نامتو لیکوال او څیړونکي استاد محمد اصف صمیم عیادت وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د هېواد نوميالي لیکوال، څېړونکي او نقاد استاد محمد اصف صمیم د لیدو او پوښتنې لپاره د هغه کور ته ورغلی و.
د هنر او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴
Background image

زرنج ښار کې لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د وړیا ښوونیز مرکز لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله. . .

BACK TO NEWS