"د کندز فاتح" علمي او جهادي اثر چاپ شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۷
..

د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست اړوند د چاپي نشراتو ریاست له لوري د شهید ملا عبدالسلام بریالي په ژوند او کارنامو لیکل شوی علمي – څېړنیز اثر (د کندز فاتح) چاپ شو.
د یاد ریاست د مسؤلينو په وينا؛ دا کتاب د کندز د معاصر تاریخ له هغو پاڼو پرده پورته کوي، چې د شهید ملا عبدالسلام بریالي او د یاد ولایت د نورو مجاهدینو د قربانۍ او ایثار دریځ په کې د جهاد او مبارزې له اسمانڅکو تکبیرونو سره یوځای په څپو دی، موږ هیله لرو، چې دا کتاب به د راتلونکو نسلونو لپاره د یوه علمي او څېړنیز ماخذ په توګه را څرګند شي او د امریکایي اشغال پر وړاندې به زموږ د معاصر تاریخ یوه مهمه تاریخي دوره د روایت او تحلیل په ګډ چوکاټ کې وڅېړي.
د یادونې وړ ده، چې د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکي کې ورته نور جهادي، علمي او تاریخي اثار د چاپ په ګاڼه سنبال کړي.

۱۴۴۷/۷/۱۷ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اسلامي فرهنګ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۵
Background image

د عامه کتابتون تالارونه به د شپې تر لسو بجو پرانیستی وي

 د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وایي، چې له دې وروسته به د عامه کتابتونون تالارونه د پوهې، څېړنې او مطالعې مینوالو پر مخ دشپې تر لسو بجو پرانیستی وي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS