د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
..

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د ننګرهار سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې مشر فضل الرحیم ځواکمن د اتحادیې غوښتنو ته د رسېدنې، ملاتړ او هغوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه له اطلاعاتو او فرهنگ وزارت څخه د مننې ترڅنګ د شرکتونو خدماتو د لا ښه والي او معیاري کولو ژمنه وکړه.
د یادې اتحادیې غړیو د جوازونو د وېش بهیر د چټکتیا، په سراج العمارت بڼ کې د سیلانیانو د راجلبولو او د لاسي صنایعو د ودې په موخه د نندارتون جوړولو، په ننګرهار کې د سیاحتي فعالیتونو د پراختیا او نورو برخو کې د اتحادیې یو لړ غوښتنې او مشورې شریکې کړې او په ياد ولایت کې یې د سیاحتي ځایونو د رغولو برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی وښود.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې د مسئولینو د غوښتنو او وړاندیزونو د اورېدو ترڅنګ، ډاډ څرګند کړ، چې غوښتنې او وړاندیزونه به یې د اړوندو امارتي ادارو له مسؤلینو سره شریک کړي.
ښاغلي جمال په هېواد کې د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو له لوري د باکیفیته او معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یادو شرکتونو د فعالیتونو ملاتړ کوي او اړینې اسانتیاوې ورته برابروي.
د لیدنې په پای کې، د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې مسئولینو ته یو لړ سپارښتنې وکړې او د هېواد د ګرځندوی سکتور د پیاوړتیا او پراختیا لپاره یې د سیلانیانو راجلبولو په برخه کې د هغوی د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

 ۱۴۴۷/۱۲/۳۰ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د صفرالمظفر ۵مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۹:۲
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له یو شمېر فرهنګیانو او ځوانانو سره وکتل

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نصرالله ملک‌زاده، د دې ولایت له یو شمېر فرهنګیانو او ځوانانو سره په لیدنه کې د اسلامي ارزښتونو د ټینګښت، د اسلامي نظام د ملاتړ او د دښمنانو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۲۵
Background image

هلمند کې ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او ترانه ویونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندي شو

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یاد ریاست اړوند د کلتوري مرکز په تالار کې ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او ترانه ویونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندي شو.
 د هلمند د فرهنګ. . .

BACK TO NEWS