د ګرځندوی رئيس له دو تنو بهرنيو سيلانيانو سره وکتل
چهارشنبه( ۸ د شوال المکرم ۱۴۴۵ ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی رئيس مولوی سیدمحمد سعید د چین او جاپان هېواد له دوه تنو سيلانیانو سره وکتل.
ښاغلی سعید يادو سيلانيانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان د کلتور په اړه لازم معلومات ورکړل او په ټول هیواد کې يې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
يادو سيلانيانو د افغانانو له غوره مېلمه پالنې، په افغانستان کې د بشپړ امنيت او د ا.ا.ا د مسؤلينو له ښه چلند څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ افغانستان د سیاحت له اړخه بهترین هیواد یاد کړ.