د ۱۷مې ګڼې فرمان د ازموینې غوره ګډونوال وستایل شول

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۴
...

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت او تنویر فکري او فرهنګي ادارې، د کوهبند ولسوالۍ د ښوونځیو او مدرسو د ۷۰۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه ازموینه اخیستې وه، چې پایلې یې اعلان او ۱۰ تنه غوره ګډونوال د ډالیو په ورکولو سره وستایل شول.
د غونډې ویناوالو د اسلامي امارت د رهبرۍ ټول فرمانونه د ټولنې د ستونزو د هواري لپاره مهم وبلل او د ۱۷مې ګڼې فرمان پر پلي کېدو یې، چې په ودونو، له حج څخه د راستنېدو او د فاتحې مراسمو پر مهال د ناوړه دودونو او رواجونو د مخنیوي په اړه دی، ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې د دې ازموینې لومړي مقام ګټونکي ته یو پایه کمپیوټر، دویم مقام ګټونکي ته یو سمارټ موبایل او درېیم مقام ګټونکي ته یو عراده بایسکل ورکړل شول.

۱۴۴۸/۴/۱ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۵۲
Background image

سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو میعنیت له لوري د فاریاب سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د (فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې) په نوم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۴۶
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه

دوشنبه (۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان د ازموینې غوره ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت او تنویر فکري او فرهنګي ادارې، د کوهبند ولسوالۍ د ښوونځیو او مدرسو د ۷۰۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه. . .

BACK TO NEWS