د ۱۷مې ګڼې فرمان د ازموینې غوره ګډونوال وستایل شول
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت او تنویر فکري او فرهنګي ادارې، د کوهبند ولسوالۍ د ښوونځیو او مدرسو د ۷۰۰ تنو زدهکوونکو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه ازموینه اخیستې وه، چې پایلې یې اعلان او ۱۰ تنه غوره ګډونوال د ډالیو په ورکولو سره وستایل شول.
د غونډې ویناوالو د اسلامي امارت د رهبرۍ ټول فرمانونه د ټولنې د ستونزو د هواري لپاره مهم وبلل او د ۱۷مې ګڼې فرمان پر پلي کېدو یې، چې په ودونو، له حج څخه د راستنېدو او د فاتحې مراسمو پر مهال د ناوړه دودونو او رواجونو د مخنیوي په اړه دی، ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې د دې ازموینې لومړي مقام ګټونکي ته یو پایه کمپیوټر، دویم مقام ګټونکي ته یو سمارټ موبایل او درېیم مقام ګټونکي ته یو عراده بایسکل ورکړل شول.
۱۴۴۸/۴/۱ هـ ق
