زابل او هلمند ولايتونو کې سيمه ییزو خبریالانو ته پنځه ورځني ښوونيز سمينارونه جوړ شول

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۵:۱
...

دزابل او هلمند ولايتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو په هڅو د خبريالانو د خونديتوب کميټې له لوري د سیمه ییزو رسنيو خبريالانو ته د ظرفیت لوړونې پنځه ورځني سمينارونه جوړونه شول.
په زابل کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب ټولنې ولایتي مسؤل عصمت الله عمري وویل: په دې پنځه ورځني سمینار کې د مرکز قلات او شاه جوۍ ولسوالۍ د غږیزو او انځوریزو رسنیو لسو تنو خبریالانو ګډون کړی، چې د سمينار پرمهال به ګډونوال د څیړنیز راپور لیکلو او ګرځنده ژورنالیزم په اړه هر اړخیز معلومات تر لاسه کړي.
د زابل د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت الله حماد د سیمه ییزو خبریالانو د ظرفیت لوړونې لپاره پیل شوی سیمینار مهم بولي او زیاتوي، هڅه کوي، چې خبريالانو ته لا ډیر روزنیز سمينارونه او ورکشاپونه جوړ کړي.
همدا راز د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر د سمينار په اړه وویل: د هلمند ولایت د خبریالانو لپاره پیل شوی پنځه ورځنی سمینار زیات ګټور دی او هڅه کوو، چې خبریالانو ته د ظرفیت لوړونې نور سمینارونه هم جوړ کړو، ترڅو يې کارونه لا منظم او مسلکي شي.
د هلمند او زابل ولايتونو سيمه ییزو خبریالانو د سمینارونو جوړېدو په اړه خوښي وښوده او ويې ویل: په دې ښوونيز سمینار کې داسې معلومات ځای پر ځای شوي، چې په اړه یې وړاندي معلومات نه درلودل، یاد سمينارونه د ظرفیت لوړونې لپاره خورا مهم دي او تمه لري، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونه ورته نور ښوونيز سمینارونه هم برابر کړي.

۱۴۴۶/۱۲/۴ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۹:۵۲
Background image

د زمري ۲۴مې د نمانځنې په موخه مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د زمري ۲۴مې (د فتحې) ورځې د غوره نمانځنې په موخه د بېلابیلو ادارو استازو په شتون کې  د ټاکل شوي کمیټې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۹:۴۱
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د ۳۰۰ کلن تاریخي آثار وسپارل شول

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ اړوند د فرشقان کلان کلي کې ۷ قلمه تاريخي آثار چې شاوخوا ۳۰۰ کاله تاريخي مخينه لري کشف شوي دي، چې د یاد کلي د اوسیدونکو له لوري د دې ولایت د اطلاعاتو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۴۳
Background image

لغمان کې د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ ددې ولایت د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په ناسته کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې. . .

BACK TO NEWS