زابل کې (د اتلانو یاد) په نوم دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۱۵
......

زابل کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري (د اتلانو یاد) په نوم د شعر، ادب او د جهاد د ګرمو سنګرونو د شهید شویو اتلانو د یاد تازه کولو او د هغوي د سرښندونو او قربانیو د ستایلو په موخه دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه، چې پکې د امارتي ادارو مسؤلینو، شاعرانو، ترنم کوونکو، د شعر او ادب سلګونو مینه‌والو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت الله حماد وویل: دغه مشاعره مو ځکه د اتلانو یاد ته ځانګړې کړه، چې تېر شل کلن جهادي دور کې او اوس مهال د هېواد سرښندونکي مجاهدین د وطن او نظام د ننګ او دفاع لپاره ځانونه نظرانه کوي.
د مشاعرې په لړ کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت، د زابل ولایت مقام د دفتر ریس قدرت‌الله بدري د اتلو مجاهدینو پر سرښندونو او قربانیو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، دغه مشاعره داسې وخت ترسره کېږي، چې اتل مجاهدین مو د هېواد او نظام ساتنې په موخه لا هم قربانۍ ورکوي.
ورته مهال شاعرانو او ترانه ویونکو په خپلو شعرونو کې د ګرمو سنګرونو د مجاهدینو د سرښندونو ستاینه وکړه او د مینه‌والو له لوري په خورا شور او ولولو سره بدرګه شول.
د یادونې وړ ده، مشاعرې د شپې تر ناوخته دوام وکړ او د مشاعرې په لړ کې مجاهد سرتېري او هغه خبریالان چې د مجاهدینو د مرال ساتلو په موخه یې راپورنه چمتو کول، وستایل شول.
۱۴۴۷/۴/۲۵ هـ ق

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS