سرپل کې د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
..

د سرپل ولایت اړوند د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې، چې ۷۰ متره اوږدوالی او ۲.۵ متره لوړوالی لري، د څه باندې ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا عبدالغفار حقنما، د یو شمېر سیمه ‌ییزو ادارو د مسؤولینو او ولسونو په شتون کې پیل شوې.
د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا عبدالغفار حقنما د زیارت د احاطوي دېوال جوړول د دغه تاریخي ځای د ساتنې او خوندي کولو په برخه کې مهم وباله او د یادې پروژې له تمویل ‌کوونکي څخه یې مننه وکړه.
نوموړي د تاریخي آبداتو د جوړولو او ساتنې په بهیر کې د اسلامي معمارۍ د اصولو پام کې نیولو او تاریخي ارزښتونو ته د پاملرنې پر اهمیت ټینګار وکړ او د هېواد د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې لپاره یې د دغه ډول ځایونو خوندي کول مهم وبلله.
ورته مهال د یادې پروژې تمویل‌ کوونکي غلام سخي د امام ‌زاده یحیی بن زید شهید زیارت تاریخي ارزښت ته په اشارې سره وویل: د دېوال د جوړولو موخه د زیارت د ساحې ښه ساتنه او د دغه تاریخي میراث د خوندي کولو په برخه کې مرسته کول دي.
دغه راز د سیمې اوسېدونکو د دغه احاطوي دېوال له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او دغه اقدام یې د یاد تاریخي میراث د ساتنې په برخه کې مهم وبلله.

۱۴۴۸/۵/۷ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست او غور ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

هلمند کې (د مطالعې ارزښت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنکي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز لښکرګاه عامه کتابتون کې (د مطالعې ارزښت) په نوم ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۵۲
Background image

له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ او پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول.
په دې اړه جوړه شویو غونډو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

BACK TO NEWS