سلګونه ځوانان د فریلانسېنګ او کمپيوټر پروګرامونو څخه فارغ شول
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او اکټید دفتر په ګډو همکاریو د ځوانانو چارو آمریت اړوند له ۶ میاشتني ښوونيزې پروګرام (فریلانسینګ، کمپیوټر، انګلیسي ژبې او نورو تخصصي برخو) څخه ۳۰۰ تنه ځوانان فارغ شول.
مسؤلینو وویل: اسلامي امارت هڅې کوي، چې د ځوانانو د پرمختګ لپاره لازم فرصتونه برابر کړي، د نظام ساتنه، د ملت هوساینه او وطن سمسورتیا د ځوانانو له مکلفیتونو او مسئوليتونو څخه دي او هغه وخت به ځوانان د یادو وجایبو جوګه ګرځي، چې په دیني او عصري زدهکړو سمبال او فکري نبوغ ته رسېدلي وي. مسؤلینو له ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چې خپل وخت ته لا ارزښت ورکړي او سوکاله راتلونکې لپاره په بېلابېلو علومو او فنونو ځانونه سمبال کړئ.
د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو د اکټېد له دفتر څخه مننه وکړه، چې د ځوانانو د پرمختګ په برخه کې یې مهم رول ادا کړی او د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ یې د ځوانانو د فني او تخنیکي ظرفیت لوړونې په برخه کې تر دې دمه د پام وړ خدمتونه کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې فراغت غونډه کې د بلخ ولایت د اطلاعاتو او ریاست لخوا د سيرت النبي (ص) د اخیستل شوې سیالۍ پايلې هم اعلان او لس مخکښ ګډونوال یې په بېلابیلو مادي او معنوي ډالیو وستایل شول.
۱۴۴۷/۷/۲۲ هـ ق
