فاریاب کې د (امام ابو حنیفه رح باید وپیژنو) تر عنوان لاندې سیالۍ پایلې اعلان شوې

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۳۴
...

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د پوهنې ریاست او البرز علمي او فرهنګي ادارې په ګډه همکارۍ په څلورو ولسوالیو اندخوی، قرغان، خانچارباغ او قرمقول کې د ۲۵۰ تنو طالب العلمانو، زده کوونکو او ځوانانو تر منځ د (امام ابو حنیفه رح باید وپیژنو) تر عنوان لاندې لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، چې پايلې يې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الدین محمدي په خپلو خبرو کې د یادې سیالۍ ترسره کولو څخه موخه د مطالعې دود عامول، له مخکښو دیني او علمي شخصیتونو سره د ځوانانو آشنایي او د ځوان نسل فکري وده یاده کړه، نوموړي وویل: د مخکښو شخصیتونو پېژندنه لکه د امام ابو حنیفه (رح) چې ټول عمر یې د علم، اجتهاد او د دین خدمت ته وقف کړی و، د ځوانانو په فکري ویښتیا کې مهم رول لري.
همدارنګه د پوهنې ریاست استازي د امام ابو حنیفه (رح) په سیرت علمي خبرې وکړې او د زده کوونکو په استازولۍ یو تن د دا ډول کلتوري ګټورو پروګرامونو د دوام غوښتونکی شو.
د یادونې وړ ده، چې د سیالۍ لومړي مقام ګټونکي ته یو پایه لپ ټاپ کمپیوټر، دویم مقام ګټونکي ته یو سیټ زیرک موبایل او له دریم مقام څخه تر لسم مقام ګټونکي ته نغدې پیسې ډالۍ شوې.

۱۷/۱/۱۴۴۷ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۴۳
Background image

لغمان کې د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ ددې ولایت د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په ناسته کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۴۰
Background image

فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دې ولایت د څلورو ولسوالیو له ولسوالانو سره ولیدل

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اندخوی، خان‌چهارباغ، قرغان او قرمقول ولسوالیو له ولسوالانو سره ولید.
په دغو ناستو کې د شل کلنې جهاد دورې د شهیدانو د ژوندلیکونو، سوانحو او آثارو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۳۴
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د څلورمې ناحیې د بره کي سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

BACK TO NEWS