قطر کې د افغانستان سفارت له لوري د زمري۲۴مه (فتحې ورځ) ونمانځل شوه
د قطر په پلازمینه دوحه ښار کې د افغانستان د سفارت په انګړ کې د سفارت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري آتشې په ګډه د زمري ۲۴مه (فتحې ورځ) په شانداره مراسمو ونمانځله، چې پکې دیني علماء کرامو، قومي مخورو او سلګونو قطر مېشتو هېوادوالو ګډون کړی وو.
د افغانستان سفارت کلتوري آتشې راغلیو مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د زمري ۲۴مې (فتحې ورځې) مبارکي وړاندې کړه.
ورپسې دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر ښاغلي محمد سهیل شاهین د یادې ورځې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: دا ورځ د ویاړ او خوشحالۍ هغه ورځ ده چې زمونږ راتلونکي نسلونه به هم ورباندې ویاړي، پدې لاره کې افغانانو ډېرې قربانۍ ورکړې او بې شمېره کړاوونه او ستړیاوې یې وګاللې.
ښاغلي شاهین زیاته کړه، چې اوسنۍ امنیت او حاکم اسلامي نظام د الله تعالی یو لوی نعمت دی، له دې فرصت څخه په استفادې باید په هره برخه کې داسې پرمختګونه وکړو چې بل ځل هېڅوک زمونږ ګران هېواد ته په بدو سترګو ونه ګوري.
همدارنګه د غونډې په لړ کې د هېواد د خپلواکۍ په ویاړ شعرونو او ترانو ویلو سربېره یو شمېر نورو وینا کوونکو د خپلواکۍ د ورځې، ملي یووالي، د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې.
۱۴۴۷/۲/۲۶ هـ.ق
