لغمان کې د سیاحتي شرکتونو له استازو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د لغمان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دغه ولایت د سیاحتي شرکتونو له استازو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: د سیاحت او ګرځندوی سکټور د هېواد د اقتصادي ودې، فرهنګي ارزښتونو د پېژندنې، د تاریخي او طبیعي سیمو د معرفي کولو په برخه کې مهم رول لري، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي، چې د سیاحتي شرکتونو اړوندو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د دوی د فعالیتونو د لا ښه تنظیم او پراختیا لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي رسولي زیاته کړه؛ ټول سیاحتي شرکتونه باید د اصولو مطابق خپلې چارې ترسره کړي، د بهرنیو سیلانیانو د جذب په برخه کې دې ټول شرکتونه کار وکړي او د لغمان مهمې سیاحتي سیمې دې هېوادوالو او نړیوالو ته ور وپېژني.
ورته مهال د سیاحتي شرکتونو استازو د خپلو ستونزو او غوښتنو د اورېدو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مشرتابه مننه وکړه او ویې ویل: سیاحتي شرکتونه د ګرځندوی د پراختیا، د سیاحتي سیمو د معرفي کولو او نورو برخو کې هڅې کوي او د اسلامي امارت د قوانینو په رڼا کې به خپلې چارې پرمخ بیایي.
۱۴۴۸/۶/۱۱ هـ ق
