له لیکوالانو، فرهنګیانو او ځوانانو سره ناسته وشوه
د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري له فرهنګي فعالانو، لیکوالانو او ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
مسؤلینو د ټولنې په پرمختګ کې د ځوانانو پر بنسټیز رول ټینګار وکړ او ویې ویل: ځوانان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري، باید د ټولنې او اسلامي نظام د ارزښتونو د ساتنې لپاره هڅه وکړي، دوی له ځوانانو، لیکوالانو او فرهنګي فعالانو څخه وغوښتل، چې خپل فرهنګي او رسنیز فعالیتونه پراخ کړي او د اسلامي امارت لاسته راوړنې په ملي او نړیواله کچه انعکاس کړي.
په پای کې ګډونوالو خپل نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې او له ځوانانو او د فرهنګي فعالیتونو لپاره یې د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه.
۱۴۴۷/۷/۱۷ هـ ق
