له وړیا ښوونیز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول
د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند وړیا ښوونیز مرکز څخه لسګونه تنه ځوانان د قرآنکریم تجوید او ترتیل له درې میاشتنیو زده کړو څخه فارغ او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل، په دغه فراغت غونډه کې د اطلاعاتو اوکلتور ریاست د مسؤلینو ترڅنګ د پنجشېر مرستیال والي ملا شاه ملنګ روح الله هم ګډون کړی وو.
د پنجشېر مرستیال والي ملا شاه ملنګ روحالله وویل: قرآن عظیمالشأن یوه تل پاتې معجزه ده، چې د الله تعالی له لوري د اسلام پر پیغمبرﷺ نازل شوی، د قرآنکریم په اساس د نظام تاسیس د مؤمنو افغانانو اوږد مهاله هیله وه، چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره یې تحقق وموند، د پنجشېر ولایت مشرتابه د دیني پروګرامونو پراختیا ته ژمن دی، دا ډول ګټور پروګرامونه به د ولایت په نورو ولسوالیو کې هم جوړ شي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملک زاده وویل: دا او دې ته ورته نور ښوونیز پروګرامونه د ځوانانو چارو آمریت له لوري جوړ شوي دي، له دغه ښوونیز پروګرام څخه موخه د قرآنکریم په ترتیل او تجوید باندې د ځوانانو پوهول دي.
د یادونې وړ ده، چې د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند وړیا ښوونیز مرکز د قرانکریم د ترتیل او تجوید زده کړو لومړۍ رسمي فراغت غونډه وه او ګډونوالو یې ټینګار وکړ، چې دا ډول پروګرامونه دې لا پراخ او دوامداره شي.
۱۴۴۷/۵/۷ هـ ق
