محمد طاهر زهير د هېواد د پېژندل شوي فرهنګي او هنري بنسټ په توګه د کابل نندارې د بيارغاونې پر ژر پيل ټینګار وکړ
-
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د ګرځندوى، ملي تياتر، کابل نندارې او موسيقۍ رياستونو د بېلابېلو څانګو د کتنې په وخت کې لارښوونه وکړه چې د هېواد د پېژندل شوي فرهنګي او هنري بنسټ په توګه د کابل نندارې د بيارغاونې کار ژر پيل شي.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د کابل نندارې د بيارغاونې کار څه ناڅه اته کاله مخکې پيل شوى و او د تخنيکي او تدارکاتي عواملو له امله پنځه کاله وړاندې وځنډېد.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تهيې او تدارکاتو آمريت د معلوماتوله مخې؛ د کابل نندارې د بيارغاونې قرارداد د نږدې ٣٠ ميليونو افغانيو په لګښت له عبدالولي فضلي ساختماني شرکت سره شوى و، خو قراردادي شرکت ونشو کړاى په دغو پيسو د پروژې کار بشپړ کړي او له درې کلن کار وروسته، د جمهوررييس او د ملي تدارکاتو کمېسيون په حکم، د دغې پروژې قرارداد فسخه شو او د بيارغاونې کار يې وځنډېد.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې؛ د ملي تدارکاتو کمېسيون، بنايي ساختماني تصدي موظفه کړې وه چې د تخنيکي او تدارکاتي څېړنو پايلې ياد کمېسيون ته وړاندې کړي، خو تراوسه د څېړنو پايلې نه دي روښانه شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په دې کتنه کې مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره د کابل نندارې د بيارغاونې کار پيل شي او کار يې ملي پراختيايي شرکت ته چې د تاريخي ودانيو او آبداتو په بيارغاونه کې ښه تجربه لري، وسپارل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د ګرځندوى رياست هم وکوت. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوی معینې پوهنیارې سیدې مژګان مصطفوي د دغه ریاست د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې په هېواد کې د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره یو لړپروګرامونه تر لاس لاندې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د ګرځندوی ریاست د کتلو پر مهال وويل: د دغه رياست تالار د مطبوعاتو په کلوپ او د هنرمندانو په کور بدلوو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د موسيقۍ او ملي تياتر رياستونو د کارکوونکو د ستونزو له اورېدو وروسته، وويل چې د وزارت رهبري کوښښ کوي چې د امکان تر بریده د کارکوونکو ستونزو ته رسيدګي وکړي.
د افغانستان ملي تياتر په کال ١٣٤٣ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې جوړ شو او د تياترهنر د خپل تکامل په بهیر کې ډېرې لوړې او ژورې تېرې کړې دي. کابل / د زمري ١٥مه / باختر
