محمد طاهر زهير د هېواد د پېژندل شوي فرهنګي او هنري بنسټ په توګه د کابل نندارې د بيارغاونې پر ژر پيل ټینګار وکړ

Anonymous (not verified)
Thu, Aug 06 2020 9:17 AM
محمد طاهر زهير د هېواد د پېژندل شوي فرهنګي او هنري بنسټ په توګه د کابل نندارې د بيارغاونې پر ژر پيل ټینګار وکړ

-
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د ګرځندوى، ملي تياتر، کابل نندارې او موسيقۍ رياستونو د بېلابېلو څانګو د کتنې په وخت کې لارښوونه وکړه چې د هېواد د پېژندل شوي فرهنګي او هنري بنسټ په توګه د کابل نندارې د بيارغاونې کار ژر پيل شي.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د کابل نندارې د بيارغاونې کار څه ناڅه اته کاله مخکې پيل شوى و او د تخنيکي او تدارکاتي عواملو له امله پنځه کاله وړاندې وځنډېد.
د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت د تهيې او تدارکاتو آمريت د معلوماتوله مخې؛ د کابل نندارې د بيارغاونې قرارداد د نږدې ٣٠ ميليونو افغانيو په لګښت له عبدالولي فضلي ساختماني شرکت سره شوى و، خو قراردادي شرکت ونشو کړاى په دغو پيسو د پروژې کار بشپړ کړي او له درې کلن کار وروسته، د جمهوررييس او د ملي تدارکاتو  کمېسيون په حکم، د دغې پروژې قرارداد فسخه شو او د بيارغاونې کار يې وځنډېد.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې؛ د ملي تدارکاتو کمېسيون، بنايي ساختماني تصدي موظفه کړې وه چې د تخنيکي او تدارکاتي څېړنو پايلې ياد کمېسيون ته وړاندې کړي،  خو تراوسه د څېړنو پايلې نه دي روښانه شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت سرپرست په دې کتنه کې مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره د کابل نندارې د بيارغاونې کار پيل شي او کار يې ملي پراختيايي شرکت ته چې د تاريخي ودانيو او آبداتو په بيارغاونه کې ښه تجربه لري، وسپارل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د ګرځندوى رياست هم وکوت. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوی معینې پوهنیارې سیدې مژګان مصطفوي د دغه ریاست د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې په هېواد کې د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره یو لړپروګرامونه تر لاس لاندې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د ګرځندوی ریاست د کتلو پر مهال وويل: د دغه رياست تالار د مطبوعاتو په کلوپ او د هنرمندانو په کور بدلوو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د موسيقۍ او ملي تياتر رياستونو د کارکوونکو د ستونزو له اورېدو وروسته، وويل چې د وزارت رهبري کوښښ کوي چې د امکان تر بریده د کارکوونکو ستونزو ته رسيدګي وکړي.
د افغانستان ملي تياتر په کال ١٣٤٣ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ             کې جوړ شو او د تياترهنر د خپل تکامل په بهیر کې ډېرې لوړې او ژورې تېرې       کړې دي.  کابل / د زمري ١٥مه / باختر

تازه ترین اخبار

Tue, Sep 29 2026 2:51 PM
Background image

Consultative Meeting of Signage and Advertising Boards Reform Commission Held

The Signage and Advertising Boards Reform Commission of the Ministry of Information and Culture held a consultative meeting chaired by Mawlawi Muhajir Farahi, Deputy Minister for. . .

Tue, Sep 29 2026 8:35 AM
Background image

Youth Affairs Directorate Signs Cooperation Agreements with Private Educational Institutions

 On 15 Rabi’ al-Thani 1448 AH The Youth Affairs Directorate of the Ministry of Information and Culture held a ceremony on Monday to recognize cooperating private universities and sign. . .

Mon, Sep 28 2026 3:01 PM
Background image

Book Review Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 15 Rabi’ al-Thani 1448 AH The Book Review Commission of the Ministry of Information and Culture held its regular meeting with the participation of the Commission’s members.
D. . .

BACK TO NEWS