ملي موزیم ته يوه تاريخي توره وسپارل شوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۴۰
..

د پکتیا ولایت د یو تن اوسیدونکي حبیب الرحمن نوري له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین مولوي عتیق الله عزيزي په شتون کې ملي موزیم ته یوه تاريخي توره وسپارل شوه.
د ښاغلي حبیب الرحمن نوري په وینا؛ یاده توره له نیکه څخه چې د امیر حبیب الله خان ساتونکی و ورته پاتې شوې ده، چې نیکه یې د انګریز یرغلګرو پر وړاندې په دې تورې جهاد کړی دی.
ښاغلي نوري زیاته کړه؛ دغه توره له ۱۰۰ کلونو زیاته تاریخي مخینه لري او ملي موزیم ته يې له سپارلو څخه موخه یاد موزیم ته د تاریخي آثارو د سپارلو فرهنګ پیاوړي کول او د نورو ځوانانو هڅول دي، ترڅو ورسره شته تاریخي آثار د ښې ساتنې په پار ملي موزیم ته وسپاري شي او له دې لارې تاریخي آثار راتلونکو نسلونو ته انتقال شي.
د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي ملي موزیم ته د یادې تورې د سپارلو پر مهال له ښاغلي حبیب الرحمن نوري څخه مننه وکړه او له ولسونو څخه یې وغوښتل، چې د تاریخي آثارو راټولو په برخه کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره پوره همکاري وکړي، ترڅو تاریخي آثار په ښه توګه خوندي او راتلونکو نسلونوته انتقال شي.
دغه راز د ملي موزیم مسؤلینو د تاریخي آثارو په خوندي توګه ساتنې ډاډ څرګند کړ او ویې ویل: یاده توره اسلامي دورې پورې اړوند ده، چې په ملي موزيم کې به په خوندي توګه د مهم تاريخي اثر په توګه ترې ساتنه وشي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم ملي موزیم ته د ښاغلي حبیب الرحمن نوري له لوري یوه تاريخي مجسمه سپارل شوې وه. 

۱۴۴۷/۱۲/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

BACK TO NEWS