هلمند کې د ناوړه دودونو د مخنيوي په اړه مشاعره ترسره شوه
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري هلمند فرهنګي مرکز کې د ناوړه دودونو د مخنيوي په اړه مشاعره ترسره شوه.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله ۱۷ مه ګڼه فرمان چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه صادر شوی دی، د تشریح په موخه يې دغه مشاعره وشوه، ترڅو د مرکز لښکرګاه او بېلابېلو ولسواليو څخه د مشهورو شاعرانو له لوري یاد فرمان د شعر په ژبه ټولنې ته لا ښه واضح شي.
نوموړي زياته کړه؛ چې زموږ په ټولنه کې اوس هم داسې دودونه شته، چې د اسلامي شريعت سره په ټکر کې دي، نو له شاعرانو څخه مو غوښتنه ده، چې د قلم او شعر په ژبه د داسې کړنو په کلکه غندنه وکړي.
د مشاعرې په لړ کې د شاعرانو او نعت ويونکو له لوري ترتيب شوي شعرونه، نظمونه او ترانې ګډونوالو ته واورول شول او د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري شاعرانو او ترانه ويونکو ته د دوی د ستاینې په موخه مادي او معنوي ډالۍ ورکړل شوې.
۱۴۴۷/۶/۳ هـ ق
