په يوولسو ولايتونوکې فرهنګي زونونه جوړېږي
د فرهنګي زونونو د جوړولو چارو د همغږۍ کمېسيون غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جمهوري رياست د چارو ادارې له لوى رياست سره په همکارۍ، په دې برخه کې د چارو د ښه سمون په موخه په يوولسو ولايتونوکې فرهنګي زونونه جوړوي.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې په لنډو خبروکې وويل چې دغه زونونه د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو په چوکاټ کې جوړېږي چې ټولې فرهنګي مسئلې له واحدې مرجع څخه رهنمايي شي.
هغې وويل چې د فرهنګي زونونو د جوړولو په اړوند عامه پوهاوى يو اساسي اصل دى او خلک بايد په دې پوه شي چې فرهنګي زونونه په کومو موخو جوړېږي.
په دې غونډه کې د چارو ادارې د لوى رياست د ملي پروژو د چارو له تنظيم او پانګونې سره د ملاتړ رييس عبدالباري بلوڅ د فرهنګي زونونو د جوړولو په اړوند معلومات ورکړل.
په همدې ترتيب د چارو ادارې د لوى رياست کارپوه غالب ژوندون هم په دې اړوند خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاليسۍ او پلان رييس عبدالمقيم افغان د دغه وزارت د فرهنګي زونونو د جوړولو د پيشنهادي طرحې په اړوند خبرې وکړې.
