پکتیا کې د مقالو تقریري سیالي ترسره او پایلې یې اعلان شوې

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۹:۴۲
....

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ځوانانو چارو آمریت له لوري د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ په پنځو موضوعاتو کې د مقالې وړاندې کولو سیالۍ ترسره او پایلې یې اعلان شوې.
په دغه سیالۍ کې په ټاکل شویو موضوعاتو (فکري جګړه او تأثیرات یې، په اسلام کې د دیني او عصري علومو ځای، د ټولنې په اصلاح او اسلامي نظام په استحکام کې د مصلح ځوانانو رول، په اسلام کې د ناسمو رواجونو رد او په افغاني ټولنه یې تاثیرات، په اسلام کې د انساني قاچاق منع او په افغاني ټولنه یې تاثیرات) ۳۵ تنو لیکوالانو لیکنې کړې وې.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار وویل: له دغې سیالۍ څخه موخه لیکوالۍ او مطالعې ته د ځوانانو هڅونه، په ټولنه کې د ناوړه دودونو مخنیوی او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه ١٧ مې ګڼې فرمان په برخه کې ځوان نسل ته عامه پوهای ورکول وو.
مولوي اسلامیار د سیالۍ له ګډونوالو وغوښتل، چې د اسلامي نظام پایښت او نوي نسل سالمې روزنې په موخه دې په خپلو ژبو لیکنې وکړي او له نورو ژبو څخه دې هم اغیزمنې لیکنې او کتابونه وژباړي.
همدا راز د سیالۍ ګډونوالو د یادې سیالۍ له جوړولو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه؛ چې دغه سیالۍ د لیکنې اصلاح او تشویق په موخه ډیره ګټوره وه، ځوانان په دې وپوهېدل چې څه ډول لیکنه وکړي او په لیکنه کې شته نیمګړتیاوې وپیژني.
د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ ۲۵ تنه مخکښ ګډونوال په بېلابیلو ډالیو ورکولو سره وستایل شو. 

۱۴۴۷/۳/۱۷ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۴
Background image

ځوانانو ته د آنلاین او سوداګرۍ زده کړو مرکز پرانېستل شو

د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست، د اکتید مؤسسې په مالي همکارۍ، د دې ولایت ۱۷۴ تنو ځوانانو لپاره د آنلاین او سوداګرۍ زدهدکړو زمینه برابره کړه.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس د دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۳۵
Background image

په هرات کې د فکري ویښتیا، اسلامي ارزښتونو او اوولسمې ګڼې فرمان په اړه علمي کنفرانس جوړ شو

هرات کې د ځوانانو چارو آمریت له لوري دویم علمي کنفرانس د «فکري ویښتیا، د اسلامي ارزښتونو بنسټیز کول او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان» تر سرلیک لاندې جوړ شو.
د هرات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۳:۰
Background image

په اسلامي نظام کې د خبریالانو د مسلکي او فکري ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو

تخار کې «په اسلامي نظام کې د خبریالانو مسلکي او فکري ظرفیت لوړونه» تر سرلیک لاندې روزنیز سیمینار د خبریالانو د مسلکي، فکري او تخصصي ظرفیت لوړولو، د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ. . .

BACK TO NEWS