کازان کې په جوړيدونکي لوی اقتصادي، کلتوري او توريزم فورم کې د اطلاعاتو او کلتور وزير ته د ګډون بلنه ورکړل شوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۲:۱۳
..

د روسیې هیواد په پلازمینه مسکو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري آتشې فضل الهادي حمزه د روسيې فدراسيون د کلتور وزارت په مقر کې د روسيې فدراسيون د هنرونو او د خلکو د نوښتونو د ملاتړ څانګې له مرستيال ښاغلي انتون اندرېيويچ کوزنيتسوف، د يادې څانګې د بهرنیو چارو مسئولې آغلې مارييا سېرګېيونا او مرستیال ښاغلي اندريی سره وليدل.

د یادې لیدنې په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ښاغلي وزیر صاحب شیخ شېراحمد حقاني او  پلاوي ته په یاد فورم کې د ګډون رسمی بلنلیک ښاغلي انتون اندرېيويچ کوزنيتسوف، ښاغلي فضل الهادي حمزه ته وسپاره.
په دغه ليدنه کې ښاغلي حمزه د ا.ا.ا. د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د کلتوري موضوعاتو او توريزم په اړه (روسيه کې د افغانانو لپاره د يو کلتوري مرکز د جوړولو) او یو شمېر نور موضوعات او وړانديزونه شریک کړل.
دغه راز ښاغلي انتون له يادې ليدنې څخه خوښي څرګنده کړه او په یادو شویو برخو کې يې د پوره همکارۍ او ګډ کار کولو ډاډ څرګند کړ. 
ښاغلي انتون زیاته کړه؛ د روسيې فدراسيون د کلتور وزارت هم غوښتنه لري، چې د دوی يو لوړ پوړی پلاوۍ افغانستان ته سفر ترسره کړي.

۱۴۴۷/۸/۱۷ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د هنر او فرهنګ معین دهیواد د نامتو لیکوال او څیړونکي استاد محمد اصف صمیم عیادت وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د هېواد نوميالي لیکوال، څېړونکي او نقاد استاد محمد اصف صمیم د لیدو او پوښتنې لپاره د هغه کور ته ورغلی و.
د هنر او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴
Background image

زرنج ښار کې لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د وړیا ښوونیز مرکز لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله. . .

BACK TO NEWS