کندوز کې د ثور ۵ مه د مطبوعاتو ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه
چهارشنبه ( ۱۵د شوال المکرم ۱۴۴۵) په کندوز ولايت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمریت له لوري د ثور ۵ مه نېټه چې د مطبوعاتو ورځې سره سمون خوري، د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د غونډې پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمریت د باختر آژانس مدير بریالي همنوا وویل: ډېر د خوښۍ ځای دی چی د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره رسنئ پرته له امنیتي ګواښونو خپلې رسنیزې چارې پرمخ وړي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تل د رسنیو او خبریالانو ملاتړ کړی، ښاغلي همنوا هیله څرګنده کړه چې رسنئ او خبریالان دې د تل په څېر په رسنیزو چارو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
دغه راز د خبریالانو او سیمه ییزو رسنیو په استازيتوب د ملي تلويزيون خبریال شمسالرحمن زردشت او د ازادو خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول ضیاءالحق ذاهد خبرې وکړې، دوی د مطبوعاتو ورځې د لمانځنې له امله د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه د مننې ترڅنګ له خبریالانو او د سیمه ییزو رسنیو مسوولینو څخه غوښتنه وکړه، چې خپلې رسنیزې چارې دې د تل په څېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره په پوره همغږۍ مخ ته یوسي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس الحاج مطیعالله روحاني د ټولو خبریالانو او رسنیو څخه وغوښتل، چې په پوره هڅه دې د ټولو امارتي ادارو فعالیتونو او لاسته راوړنو ته انعکاس ورکړي، ترڅو خلک د دولت له فعالیتونو څخه په پوره توګه خبر شي.
۲۰۲۴/۴/۲۴ میلادی
۱۴۰۳/۲/۵ هـ ل