د اطلاعاتو اوکلتور وزارت فرهنګي آتشې د روسیې فدراسیون د ملي اقتصاد د لاسته راوړنو په نندارتون کې ګډون وکړ

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۶:۴۵
....

په مسکو – روسیه کې د ا. ا. ا. لوی سفارت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي آتشې فضل الهادي حمزه د روسیې فدراسیون د ملي اقتصاد د لاسته راوړنو په نندارتون کې د توریزم په پنځم نړیوال فورم کې ګډون ترسره کړ. 

یاد نړیوال فورم د ګرځندوی (توریزم) صنعت لپاره د روان کال یو له مهمو فورمونو څخه دی، چې حکومت، سوداګر، متخصصین او سیاحین په یوه پلاتفورم کې سره یوځای کوي، دا فورم د روسکانګرېس بنسټ لخوا د روسیې فدراسیون د اقتصادي پراختیا وزارت سره یوځای د روسیې فدراسیون د حکومت او د مسکو د ګرځندوی کمېټې په ملاتړ تنظیم شوی و.

په یاد ګرځندوی فورم کې د سیاحت، ټکنالوژۍ او شته ننګونو په هکله اړین بحثونه وشول، چې د روسیې فدراسیون له ۸۵ څخه د زیاتو سیمو استازي، د بهرنیو هېوادونو پلاوي پکې شامل و، د یاد فورم په ترڅ کې د ګرځندوی اړوند مهم مسائل مطرح شول، چې د حل د لارو چارو ترڅنګ، د موضوع اړوند د ګډونوالو ترمنځ د اوږدې ملګرتیا او څو اړخیزه همکاریو په هکله وړاندیزونه او هوکړې ترسره شوې. 

د ګرځندوی فورم په څنډه کې ښاغلي حمزه د روسيې د ګرځندوی ادارو استازو، بهرنيو ډيپلوماتانو او د بهرنیو کلتوري ادارو له استازو سره د افغانستان او نړۍ په روانو حالاتو د نظریاتو تبادله وکړه او د دوه اړخيزه ګرځندوی او کلتوري اړيکو د رامنځته کېدو لپاره يې خبرې وکړې. 

۱۴۴۶/۱۲/۱۹ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۹:۵۲
Background image

د زمري ۲۴مې د نمانځنې په موخه مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د زمري ۲۴مې (د فتحې) ورځې د غوره نمانځنې په موخه د بېلابیلو ادارو استازو په شتون کې  د ټاکل شوي کمیټې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۹:۴۱
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د ۳۰۰ کلن تاریخي آثار وسپارل شول

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ اړوند د فرشقان کلان کلي کې ۷ قلمه تاريخي آثار چې شاوخوا ۳۰۰ کاله تاريخي مخينه لري کشف شوي دي، چې د یاد کلي د اوسیدونکو له لوري د دې ولایت د اطلاعاتو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۴۳
Background image

لغمان کې د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ ددې ولایت د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په ناسته کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې. . .

BACK TO NEWS