له یو شمېر ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۳۴
....

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلینو د یاد ولایت د مرکز ميدان ښار او ولسوالیو څخه راغلیو ځوانانو سره د دوی د ستونزو اوریدلو، فرهنګي چارو کې د ښې همغږۍ رامنځته کولو او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو په اړه د همغږۍ غونډه ترسره کړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبيب الله مجاهد د ځوانانو په برخه کې د دې ریاست د لاسته راوړنو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ چې د ځوانانو لپاره یې د وړیا ښوونیز مرکز جوړولو ترڅنګ، په لسګونو ځوانان په ځانګړي تخفیف سره خصوصي ښونیزو مرکزونو ته ورپیژندلي دي.
د نوموړي په وینا؛ د ځوانانو ستونزو ته د رسېدو په موخه یې بېلابېلو ولسوالیو ته رسمي سفرونه کړي دي او ترڅنګ يې هڅه کوي، چې په ټولو ولسوالیو کې د ځوانانو شورا ګانې جوړې او له ځوانانو څخه د هېواد ابادولو برخه کې کار واخلي.  
يادو ځوانانو هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هر اړخیزو همکاریو څخه مننه وکړه او خپلې ستونزې او غوښتنې يې له مسئولینو سره شریکې کړې، چې د مسؤلینو له لورې ورته د ستونزو د حل او د دوامدارو همکاریو ډاډ ورکول شو.

۱۴۴۶/۱۲/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۴۳
Background image

لغمان کې د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ ددې ولایت د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په ناسته کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۴۰
Background image

فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دې ولایت د څلورو ولسوالیو له ولسوالانو سره ولیدل

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اندخوی، خان‌چهارباغ، قرغان او قرمقول ولسوالیو له ولسوالانو سره ولید.
په دغو ناستو کې د شل کلنې جهاد دورې د شهیدانو د ژوندلیکونو، سوانحو او آثارو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۳۴
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د څلورمې ناحیې د بره کي سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

BACK TO NEWS