د تاریخي ځایونو ساتنې او ناوړه دودونو له منځه وړلو په موخه قومي مشرانو او مسؤلینو سره ناسته وشوه
د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د فرهنګ او هنر آمریت له لوري ټاکل شوي فرهنګي ټیم غړو د احمدآبا او سیدکرم ولسوالیو له یو شمیر قومي مشرانو او مسئولینو سره ناسته وکړه.
په یاده ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازو د ناوړه دودونو له منځه وړلو، تاریخي ځایونو ساتنې او د ځوان نسل مطالعې ته په هڅولو خبرې وکړې.
قومي مشرانو ډاډ ورکړ، چې په یادو برخو کې به د دوی پراخ ملاتړ کوي او غوښتنه یې وکړه، چې دغه ډول ناستې دې نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي، ترڅو په ټول ولایت کې د ناوړه دودونو مخه نیول شوې وي او کلتوري او دودیز مراسم د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ترسره شي.
۱۴۴۷/۲/۱۵ هـ ق
