د ( ناوړه دودونو او د مشاعرو د تنظیم قانون) د فرمانونو د تشریح په موخه ناسته ترسره شوه
د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د دې ولایت له یو شمېر لیکوالانو، شاعرانو او فرهنګپالانو سره د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله (۲۲مې او۱۷مې) ګڼې فرمانونو (ناوړه دودونو مخنیوي او د مشاعرو د تنظیم قانون) د تشریح په موخه ناسته وکړه.
د غونډې په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نجیب الله حنیف د اسلامي او افغاني کلتور د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د دې ناستې څخه موخه د اسلامي او افغاني کلتور عام کول دي، ترڅو د الله تعالی حکمونه او د پیغمبرﷺ سنت عملي کړو او خپل اسلامي او افغاني کلتور ژوندی وساتو.
همدارنګه ښاغلي حنیف زیاته کړه: غربي نړۍ غواړي خپل کفري کلتور په اسلامي هېوادونو کې خپور کړي، مګر د قلم خاوندان به په پوره توګه د کفري نړۍ د کلتور مخنېوی کوي؛ سربېره پر دې لیکوالان، شاعران او فرهنګپال کولای شي چې د خپل اسلامي او افغاني کلتور لپاره لا ډېر او اغیزمن کار وکړي.
د غونډې په لړ کې د وینا کوونکو له لوري د صادر شويو ۲۲ مې او ۱۷ مې ګڼې (ناوړه دودونو مخنېوي او د مشاعرو د تنظیم قانون) فرمانونه د غونډې ګډونوالو ته تشریح او زیاته یې کړه، دا زموږ او ستاسو مسؤلیت دی، چې ټولنه مثبت لوري ته وهڅوو او د ناسمو دودونو مخنېوی وکړو.
۱۴۴۷/۲/۲۷ هـ ق
