لوګر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د لوګر ولایت مقام کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته کې د لوګر والي قاري صلاح الدین ایوبي، د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د اطلاعاتو آمر او د دولتي او خصوصي رسنیو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیض الله جوهري لوګر کې د ولایتي ادارې او رسنیو ترمنځ شته همغږي او همکاري د ستاینې وړ وبلله او ترڅنګ یې د نظام او ولس ترمنځ د اړیکو ټینګولو په برخه کې د رسنیو او خبریالانو رول ارزښتمن یاد کړ.
ورپسې د لوګر والي قاري صلاح الدين ايوبي وويل: د رسنیو او خبریالانو دنده یوه مقدسه او د ټولنې د مثبت بدلون او پرمختګ لپاره ډېره مهمه ده؛ رسنۍ زموږ د نظام سترګې او غوږونه دي، هر ډول فعاليت باید د الله تعالی د رضا، د خپل ځورېدلي او کړيدلي ولس د لا هوسا کېدو په موخه ترسره کړي.
په ورته وخت کې د رسنیو مسؤلینو وویل: د ویاړ او شکر ځای دی، چې لوګر کې رسنۍ او خبریالان له ولایتي ادارې سره د بشپړې همغږۍ په رڼا کې خپل رسنیز فعالیتونه ترسره کوي؛ دغه راز د رسنیو مسؤلینو د رسنیز ډګر د لاپرمختګ په برخه کې د ولایتي ادارې څخه د لازیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
۱۴۴۷/۳/۳ هـ ق
