عنابه ولسوالۍ کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله ۱۷ مې ګڼې فرمان په اړه عامه پوهاوی ترسره شو
د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د پوهنې ریاست په همکارۍ عنابه ولسوالۍ کې څه باندې ۵۰ تنو ځوانانو ته د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه عامه پوهاوی ورکول شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملکزاده وايي: دغه پروګرام د امیرالمومنین حفظه الله د ۱۷ مې ګڼې فرمان د تشریح په اړه و، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست او پوهنې ریاست مسؤلینو په مرسته ځوانانو ته تشریح شو.
د ځوانانو چارو آمر په خپلو خبرو کې د امیرالمومنین حفظه الله ۱۷ مې ګڼې فرمان( د ودونو، مصیبتونو او د حج او عمرې څخه د راستنیدلو پر مهال د ناوړه دودونو مخنیوي) په اړه یو شمېر ځوانانو ته معلومات ورکړل.
په دغه پروګرام کې ګډونوالو ځوانانو د ورته روزنیزو پروګرامونو جوړولو څخه هرکلی وکړ او ویې ویل: دا ډول پروګرامونه دوی ته د اسلامي احکامو او ټولنیزو مسؤلیتونو باندې ښه پوهیدو کې مرسته کوي.
۱۴۴۷/۳/۱۴ ه ق
